Asset 1SWN

غور کې د څښاک پاکو اوبو نشتون له امله خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي

غور اوبه

د غور اوسېدونکي وايي، د وروستیو کلونو پر مهال وچکالي او تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ټيټېدو اړ کړي چې له ناپاکو او غیرصحي اوبو څخه استفاده وکړي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، کلونه کېږي چې ځینې کورنۍ د هغو څاګانو او چینو له اوبو استفاده کوي چې تروې او غیرصحي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د اوسېدونکو په وینا، د تروو او ناپاکو اوبو څخه د استفادې له امله ګڼ‌شمېر کسان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د غور یوه اوسېدونکي میراحمد سلام‌وطندار ته وویل: «له همدې چینې د خلکو استفاده ډېره ده، ټول بازار ورته راځي. له هوټل همدلته راځي، بل همدا کورنۍ ټول له همدې ځایه اوبه وړي، دا اوبه پاکې نه‌دي او ټول ناروغان دي.»

روغتیاپالان سره له دې چې اوبه د انسانانو لپاره یو حیاتي عنصر بولي، خو وايي، ناپاکو او تروو اوبو څخه ډېره استفاده د ګردو، مثانې او اسهالاتو په څېر بېلابېلې ناروغي رامنځته کوي.

د روغتیا برخې کارپوه ډاکټر محمد عمر لعلزاد وویل: «د اوبو څاګانې صحي نه‌دي، څاګانې سطحي دي او سطحي اوبه معمولآ مکروبې وي چې همدا مکروب د اسهالاتو، استفراق او نورو ناروغیو لامل کېږي. د روغتونونو د ماشومانو په سروېسونو کې له بده‌مرغه ډېری د ماشومانو او خویندو د مسومېدو پېښې ثبت شوي.

د غور ځايي مسوولان دغه ولایت کې د څښاک اوبو د کمښت ستونزه تاییدوي او وايي، هڅې یې پیل کړيؤ څو د موسسو په همکاري د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د څښاک اوبو ته د خلکو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح‌اله غوثي‌زاده وویل: «له بده‌مرغه چې د وروستیو کلونو وچکالي ښار او کلیو کې د څښاک پاکې اوبه کمې کړي. موږ هڅه کوو چې د حکومت یا موسسو په مرسته د خلکو دغه ستونزې حل کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې ټولو سربېره، روغتیاپالان او د غور محلي مسوولان له خلکو غواړي چې پر بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدو مخنیوي لپاره، غیرصحي اوبه لومړي جوش کړي او وروسته ترې استفاده وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام