د پاکستان خبرداری؛ بوګټي: ټول افغان کډوال به له دغه هېواده وایستل شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی وزیر وايي چې دغه هېواد کې مېشت ټول افغان کډوال به بېرته افغانستان ته واستول شي.

سرفراز بوګټي دغه هېواد کې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره د ثبت شویو کډوالو په ګډون به ټول افغانان د روان کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته دوو پړاوونو کې له دغه هېواده واېستل شي.

غور کې د څښاک پاکو اوبو نشتون له امله خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي

د غور اوسېدونکي وايي، د وروستیو کلونو پر مهال وچکالي او تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ټيټېدو اړ کړي چې له ناپاکو او غیرصحي اوبو څخه استفاده وکړي. دوی سلام‌وطندار ته وویل، کلونه کېږي چې ځینې کورنۍ د هغو څاګانو او چینو له اوبو استفاده کوي چې تروې او غیرصحي دي.

د «ظفر» فوټبال کلب د سمنګان فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله

د سمنګان فوټبال غوره لیګ چې درې میاشتې وړاندې د یوولس لوبډلو ترمنځ پیل شوی وو، د ظفر کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

ظفر لوبډلې دغه لیګ کې له لسو بریاوو څخه ۳۰ امتیازه ترلاسه کړل او د دغه ولایت د روان کال فوټبال غوره لیګ اتله شوه.

پاکستان کې د فرقوي نښتو له امله ۱۸ کسان وژل شوي

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په کورمه کې د فرقوي نښتو له امله ۱۸ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوې دي.

دغه نښتې په کورمه کې د یوې اوونۍ راهیسې د سني او شعیه‌مذهبو ترمنځ روانې دي چې تراوسه یې د نښتو لامل نه‌دی معلوم.

خوست کې د «جوارسل» په نوم د کرنیزو څېړنو فارم جوړېږي

په خوست کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «جوارسل» په نوم د کرنیزو څېړنو فارم جوړېږي.

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسولان وايي، د دې ولايت مرکز کې پر ۱۱۰جريبه ځمکه د کرنيزو تحقيقاتو يو ځانګړی فارم د جوړېدو چارې يې پيل کړې دي.

افغانستان نن نړیوال جام کې سریلانکا سره لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب په روان نړیوال جام کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن دوشنبه د اکتوبر ۳۰مه د هند د پونې په «مهاراشټرا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.