Asset 1SWN

د «ظفر» فوټبال کلب د سمنګان فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله

۲۱۲۱۲۱۱

د سمنګان فوټبال غوره لیګ چې درې میاشتې وړاندې د یوولس لوبډلو ترمنځ پیل شوی وو، د ظفر کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

ظفر لوبډلې دغه لیګ کې له لسو بریاوو څخه ۳۰ امتیازه ترلاسه کړل او د دغه ولایت د روان کال فوټبال غوره لیګ اتله شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سیالي د یاد ولایت د ځوانانو ریاست او بدني روزنې او ورزش امریتونو له‌خوا جوړې شوې وې.

د یاد لیګ په پای‌لوبه کې ظفر او اتحاد فیروزنخچیر لوبډلو د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړه چې ۱-۰ د ظفر کلب په بریا سره پای ته ورسېده.

د سمنګان د فوټبال فدراسیون رییس تاج‌محمد خداداد سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد لیګ اتله لوبډله به د شمال زون فوټبال اتلولۍ لیګ کې ولوبېږي.

د نوموړي په وینا، له یادو سیالیو څخه یې موخه د دغه ولایت د بېلابېلو سني لوبډلو ته د غوره لوبډلو پېژندل دي.

دغه ولایت کې د فوټبال یوشمېر لوبغاړي د ورته سیالیو د جوړېدو غوښتنه کوي او له حکومت غواړي چې سمنګان کې د لوبغاړو ته د سپورټ کولو زمینه برابره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یاد لیګ لومړۍ، دویمې او درېیمې لوبډلې باندې د سمنګان محلي مسوولانو له‌خوا نغدي جایزې هم ووېشل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام