Asset 1SWN

خوست کې د «جوارسل» په نوم د کرنیزو څېړنو فارم جوړېږي

خوست۱

په خوست کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «جوارسل» په نوم د کرنیزو څېړنو فارم جوړېږي.

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسولان وايي، د دې ولايت مرکز کې پر ۱۱۰جريبه ځمکه د کرنيزو تحقيقاتو د يوه ځانګړي فارم د جوړېدو چارې يې پيل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د ترويج عمومي مدير کمال‌الدين سلام وطندار ته وويل چې یاد تحقیقاتي فارم کې به په راتلوونکې کې په بېلابېلو نباتاتو باندې څېړنې وشي.

د نوموړي په وینا، دغه فارم کې به د خوست لپاره د سبزيجاتو، مېوو او غَلو برخه کې اصلاح شوي او مورني تخمونه او نيالګي تولید شي.

هغه زیاته کړه چې دغه فارم یې خوست کې د کرنې او بڼوالی په برخه کې د لا معياري کېدو لپاره جوړ کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په دغه فارم کې به د کرنې برخې متخصصينو له لوري د خوست د کرنې پوهنځي او انستيتوتونو محصلین به هم په ‌کې په مسلکي توګه وروزل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام