Asset 1SWN

فاریاب کې کروندګر: زموږ په نوم شوې مرستې تور بازار کې خرڅېږي

۱

د فارياب مرکز میمنې ښار يوشمېر کروندګر د مرستندويه ادارو له‌ لوري د کرنیزو مرستو له ناعادلانه وېش د شکايت ترڅنګ وايي، دغه مرستې مستحقو کروندګرو ته نه‌رسېږي.

د یادو کروندګرو په وینا، دغه ولایت کې د کرنې ریاست او مرستندویه بنسټونو له لوري ورسره د کیمیاوي سرې او د اصلاح شویو تخمونو په ګډون هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د میمنې ښار یوه کروندګر ذبیح‌الله وویل: «۳۰کاله کېږي چې پر کرنه بوخت یم، خو تراوسه د کرنې او مرستندو بنسټونو له لوري یوه بورۍ کوډ یا یو پاکټ تخم مرسته نه ده شوې. دا شنې خونې چې وینئ، امام صاحب او نورو سیمو کې جوړې شوې، ریشقه یې وکرله او ورسته شوه، خو موږ ته یې نه راکوي، وايي پر موږ باور نه‌لري.»

په ورته مهال یوه بل کروندګر احمد جاوید هم سلام‌وطندار ته وویل چې مرسته شوي غنم او کیمیاوي کوډ په تور بازار کې پلورل کېږي، خو دوی ته نه ورکول کېږي. «د کروندګر په نوم راځي، هر څه د کروندګر په نوم راځي، خو کروندګر یوازې بورۍ ویني، موږ زرګونه بورۍ وینو چې تور بازار کې خرڅېږي.»

د دوی په وینا، مرستندويه موسسې هغو کسانو سره د شنو خونو جوړولو او نورو برخو کې مرستې کوي چې ګټه ترې نه‌اخلي؛ خو مسلکي کروندګرو سره هېڅ ډول مرسته نه‌کېږي.

په ورته وخت کې د فارياب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستيال مولوي نورالهدا متوکل هم تاییدوي چې د کرنې په برخه کې پر غیرمسلکي کسانو مرستې وېشل کېږي.

دی وايي، سره له دې چې دغه ریاست مرسته‌کوونکو بنسټونو سره بشپړه همکاري لري، خو دغه بنسټونه بیا هم له سروې وروسته پر هغو کسانو مرستې ویشي چې دوی ورسره پیژني او یا اړیکې لري.

نوموړي وویل: «کروندګر چې د شنو خونو برخه کې شکایت کوي، سل سلنه رښتیا ده، موږ هم ولیدل د جمهوریت پر مهال چې خپلو کسانو ته به یې ورکول او یا اربابان یا هغه کسان چې دفترو سره اړیکه کې وو، ورکړل شوي دي.» د هغه په وینا، دغه ستونزه د جمهوري نظام پر مهال هم موجوده وه.

خو هغه زیاتوي چې د مرستو د وېش په برخه کې د دغې ستونزې د حل لپاره د کرنې ریاست له کرنې وزارت سره په همغږۍ جدي پلانونه تر لاس لاندې لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

فاریاب کې یوشمېر کروندګرو د نورو ستونزو ترڅنګ، د خپلو محصولاتو د ذخیره کولو لپاره د سړو خونو له نشتوالي هم شکایت کوي او له کرنې وزارت څخه غواړي چې معیاري سړې خونې ورته جوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام