Asset 1SWN

تېر کال کروندګرو سره ۴۵۸ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې

۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبه د زمري څلورمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل یو کلن راپور او لاسته‌راوړنې رسنیو سره شریکې کړې.

د یاد وزارت مسوولانو د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې تېر یوه کال کې یې ۲۵زره ټُنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي او د ۹۰۲ هکټاره په اندازه د باغونو جوړولو ترڅنګ یې څه باندې نهه میلیونه څارویو ته حیواني واکسین ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ترڅنګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال پر مهال څه باندې ۴۵۸ میلیونه افغانۍ پر کروندګرو وېشلې دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال فضل‌الباري فضلي وویل: «تېر کال د نظام له لوري موږ ته یوه اندازه پراختیايي بودیجه په واک کې راکړل شوې وه چې موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې دا پیسې به په رڼه توګه مصرفوو.»

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال څه باندې ۱۸۰ شرکتونه د کرنې برخه کې فعالیت کوي چې پانګه یې څه باندې پنځه میلیارډ افغانیو ته رسېږي.

د یاد وزارت سرپرست عطاالله عمري همداراز وویل چې د ا.ا له واکمنېدو راهیسې دغه وزارت په ټول هېواد کې څه باندې ۲۴۰ پروژې پلې کړې دي.

نوموړي وویل: «تېرو دوو کلونو کې ۲۴۱ پروژې چې ارزښت یې ۳۲۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي، د کورنیو او بهرنیو همکاریو موسسو له لوري د کرنې او مالدارۍ بېلابېلو برخو کې پلې شوي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، بزګرانو او خصوصي سکټور ته ۱.۳ میلیارډ افغانۍ ورکول او د کرنې برخه کې د ۴۵۰ څېړنیزو پروژو پلې‌ کولو ترڅنګ به راتلونکي کال یو‌شمېر نورې پلان شوې پروژې هم پلې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام