Asset 1SWN

د کرنې وزارت: سږکال به ټول هېواد کې ۴۰ میلیونه نیالګي کېنوو

عبدالسلام حنفی ۱

 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد زرغونتیا او د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل کړ.

د کابل بادام‌باغ کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته چې د اسلامي امارت یو‌شمېر لوړپوړو چارواکو هم په‌کې ګډون کړی وو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولانو د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا برخه کې د هېواد‌والو ونډه اړینه وبلله او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې نیالګي کېنوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاء‌الله عمري په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې یاد وزارت په پام کې لري روان کال په ټول هېواد کې ۴۰ میلیونه نیالګي کېنوي.

نوموړي وویل: «سږکال موږ نږدې څلوېښت میلیونه نیالګي لرو چې خلکو باندې یې ووېشو او خلک ترې استفاده وکړي او خپله سیمه زرغونه کړي.»

په ورته مهال د اسلامي امارت مسوولانو دې مراسمو کې همداراز د تېرو کلونو پر مهال هېواد کې د بمونو او کیمیاوي توکو استعمال د افغانستان د چاپېریال د ککړتیا له مهمو لاملونو څخه وبلل.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وویل: «د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي، افغانستان د هغو هېوادونو دی چې هوايې ډېره خرابه ده  او دغه هوا پر روغتیا منفي اغېز کوي چې د تېرو لسیزو د اشغال‌ګرو د بمونو او کیمیاوي توکو د استعمال له امله دی.»

د اسلامي امارت چارواکي وايي، که څه هم افغانستان د ګل‌خانه‌يي ګازونو استعمال کې ونډه نه‌لري، خو  د تولید له امله یې اغېزمن شوی دی.

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل: «که څه هم موږ لویې فابریکې نه‌لرو، افغانستان کې د ګل‌خانه‌يي ګازونو تولید زیات نه دی، له بده‌مرغه چې ستر قدرتونه ګل‌خانه‌يي ګازونه تولیدوي او اغېزې یې موږ ته هم رسېږي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې هر کال میلیونه نیالګي په هېواد کې کېنول کېږي، خو د سمې ساتنې او اوبو نه رسېدو له کبله وچېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام