د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د ټول‌شموله حکومت جوړېدو ته ژمن دی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت دې له حکومت نه دباندې پر کارپوه او تکړه افغانانو مشورې واورې؛ ځکه په خبره یې، مخکینی حکومت همدغه انحصار له منځه یووړ. عبدالکبیر په دې لیدنه کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو او حکومت کې د مسلکي کسانو پر نیولو ټینګار کړی دی.

پکتیا کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې نن یکشنبه د کب ۱۴مه د دغه ولایت د څمکنیو ولسوالي اړوند یوه کور کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثواب جان اسلامیار سلام‌وطندار ته وايي، چاودنه نن سهار اووه بجې د څمکنیو ولسوالي په سلیمان‌خېلو بټ کې رامنځته شوې ده.

د افغانستان بانک سبا «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا دوشنبه د کب ۱۵مه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن یکشنبه د کب ۱۴مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره سبا دوشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام ته وړاندې کوي.

امنه محمد: اسلامي امارت دې د نجونو پر زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد وايي، افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو محرومیت ته باید د پای ټکی کېښودل شي.

د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه به د افغان نجونو د زده‌کړو د اړتیا لپاره خپل یووالي ته دوام ورکړي.

د بې‌وزلۍ څپې؛ تخار کې خلک د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره ملکیتونه پلوري

هېواد کې د لوږې او بې‌وزلۍ پراخې څپې لامل شوي چې ګڼ‌شمېر هېواد‌وال د خپل ژوندانه اړتیا پوره کولو لپاره یې خپل ملکیتونه خرڅلاوو ته وړاندې کړي.

د تخار مرکز تالقان ښار اوسېدونکی سرورالدین چې د دولس کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی، سلام‌وطندار ته وايي، د لوږې او بې‌وزلۍ له کبله یې د خپلې حویلۍ یوه برخه پلورلې ده.