Asset 1SWN

امنه محمد: اسلامي امارت دې د نجونو پر زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي

UN-DSG-Amina-Mohammad

د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امنه محمد وايي چې افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو محرومیت ته باید د پای ټکی کېښودل شي.

امنه محمد په یوه پیغام کې چې د بېړنیو  او ناوریني شرایطو کې د زده‌کړو لپاره د ملګروملتونو د نړیوال صندوق له‌خوا خپور شوی، همداراز ویلي، څه باندې ۵۰۰ ورځې کېږي چې اسلامي امارت افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې تړلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه به د افغان نجونو د زده‌کړو د اړتیا لپاره خپل یووالي ته دوام ورکړي.

د نوموړې په وینا: «اړتیا ده چې له دې نجونو سره یووالی وکړو او د هغوی غږونه پیاوړې کړو، هغوی یوازې نه دي.» د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې د مالي، خوړو او روغتیايي مرستو د برابرولو او زده‌کړو ته پر لاسرسي ټينګار کړی دی.

په ورته مهال نوموړې د ملګروملتونو له تمویلوونکو او شریکانو غوښتنه وکړه چې بېړنیو او ناوریني شرایطو کې د زده‌کړو لپاره د ملګروملتونو د نړیوال صندوق ملاتړ وکړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان او نورو هېوادونو کې هېڅ نجلۍ شاته پاتې نه‌شي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام