Asset 1SWN

د ملګروملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي

Security Council meeting
Maintenance of international peace and security
Vote

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګروملتونو امنیت شورا به سبا جمعه د سلواغې اوومه د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته جوړه کړي.

دغه وزارت زیاته کړې، یاده ناسته د فرانسې، جاپان او عربي متحده اماراتو په غوښتنه سبا ترسره کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «د یادې ناستې اهمیت او سیمه کې روان وضعیت ته په کتو، د ملګروملتونو د سرمنشي د مرستیال د نظریاتو د اورېدو لپاره یوه غیرعلني او اغېزمنه جلسه ده.»

دغه وزارت ټينګار کړی چې په یاده ناسته کې به د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد د اسلامي امارت له چارواکو د خپلې لیدنو په اړه معلومات شریک کړي او د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو ته د افغانستان د وضعیت ارزونې په اړه خپل نظر څرګند کړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د ملګروملتونو امنیت شورا داسې مهال د افغانستان وضعیت په اړه ناسته کوي چې لا هم دغه هېواد کې پر نجونو او ښځو د اسلامي امارت محدودیتونه پر خپل ځای پاتې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام