Asset 1SWN

امنیت شورا سبا د افغانستان وضعیت په اړه ناسته جوړوي

امنیت شورا ملګري ملتونه

ټاکل شوې چې سبا سه‌شنبه د ډسمبر میاشتې ۲۰مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت په اړه د امریکا په نیویارک ښار کې غونډه وکړي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش به د یوناما له لوري افغانستان کې د جنګي جرمونو مستند شوي راپورونه هم دې غونډه کې وړاندې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي همداراز افغانستان کې د بشري حقونو نقض په اړه اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې د سرغړونو مخنیوي، عدالت او د بښنې په تړاو خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

نوموړي زیاته کړې: «له وسله‌والو مخالفانو سره د تعامل پر مهال د بشري حقونو د نقض کره ادعاوې هم  ترلاسه شوې دي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا دغه راپور یو اړخیز او له واقعیت لرې بولي.

نوموړي وویل: «په پنجشېر او نورو ولایتونو کې د اسلامي امارت کسان د امنیت ټينګښت لپاره هڅې کوي، خو له بده مرغه چې دغه راپور کې واقعیتونه په پام کې نه دي نیول شوي او دغه راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ او مغرضانه لیکل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې مهال د افغانستان وضعیت د ارزونې په تړاو ناسته کوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت امنیت شورا ته د داسې اسنادونو د سپارلو خبر ورکوي چې پر بنسټ د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي‌) غړي افغانستان کې امن‌پټنځایونه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام