د غزني امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په روضې کوتل سیمه کې د ا.ا د ځواکونو رنجر موټر چپه شوی چې له امله یې دوه سرتیري مړه او لس ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پرون مازدیګر د غزني ښار په «روضې کوتل» سیمه کې د کابل-کندهار پر لویه لاره د اسلامي امارت د ځواکونو رنجر موټر چپه شوی چې له امله یې دوه سرتیري مړه او لس ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پېښې ټپیان د غزني حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. دا په داسې مهال ده چې د وروستیو ورځو پرمهال په غزني کې د ټرافیکي پېښو له امله د اسلامي امارت ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پرون هم د دغه ولایت په قره باغ ولسوالي کې د اسلامي امارت د ځواکونو اړوند رنجر موټر له یوې سراچه ډوله سره ټکر کړی چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز پرون جمعه په همدې ولسوالي کې د اسلامي امارت د ځواکونو یو رنجر موټر سېلاب وړی و چې له امله یې لس سرتیري مړه او یو‌شمېر ټپیان شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام