د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان د ټاکل کېدو له کبله د هغه هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي ورکړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون ناوخته پر اېکس لیکلي چې ا.ا هیلهمند دی چې په ایران کې د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو سره به په بېلابېلو برخو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د افغانستان ا.ا هیلهمند دی چې ایران کې د نوي حکومت په جوړېدو سره په بېلابېلو برخو کې د دوو ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي.»
د ایران د ولسمشري لپاره د دویم پړاو ټاکنې د جمعې په ورځ وشوې چې په پایله کې یې مسعود پزشکیان د شپاړلس میلیونه او ۳۸۴ رایو په ترلاسه کولو سره د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.