سرپل کې د هاوان مرمۍ چاودنې د یوه ماشوم ژوند اخیستی

د سرپل امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ په چاودنه کې یوه ماشوم خپل ژوند بایللی دی.
د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دین‌محمد نظري سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده پېښه د وږي په نهمه، د پنجشنبې د دغه ولایت د صیاد ولسوالي په قفلاتون سیمه کې شوې ده.

میدان‌وردګ کې د هاوان مرمۍ چاودنې پنځه ماشومان وژلي

مېدان‌وردګ کې له تېرو جګړو څخه پاتې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له کبله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د میدان‌وردګ چارواکي وایي، پرون جمعه (د غويي اتمه) شاوخوا ۴بجې د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي دښت‌ټوپ سیمې په «دیوالګي» کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د کندوز ولایت پر مقام د هاوان لګېدو پېښه کې د والي ۴ ساتونکي وژل شوي

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، طالب وسله‌والو تېر مازیګر د ولایت مقام پر ودانۍ د هاوان مرمۍ توغولې چې د والي ۴ ساتونکي په‌کې وژل شوي دي.

مرادي وويل، پېښه کې د ملکي کارکونکيو په ګډون ۶ نور ټپیان شوي هم دي.