د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالي په «جنګل اریغ» سیمه کې یوه نوښتګر ځوان محمدداوود یو موټر چې ۵۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، جوړ کړی دی. پر دغه موټر شوی لګښت د زرنج په پرتله درې برابره کم دی.

دغه ځوان د سلام‌وطندار خبریال ذکرالله یزداني سره په مرکه کې ویلي، که حکومت یې ملاتړ وکړي، تر دې ښه موټر به جوړ کړي. محمدداوود وايي، اوس د نورو موټرو جوړولو امکانات نه لري او که ملاتړ یې وشي، کولای شي نور غټ او واړه موټر هم جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه هیله لري چې یوه ورځ په «جنګل اریغ» سیمه کې د موټرو جوړولو کارخونه جوړه کړي او د موټرو په پیسو د دې سیمې لپاره چې په تېر کې ورته پام نه دی شوی، نه یوازې سړک او روغتون جوړ کړي، بلکې د څښاک اوبه، برښنا او نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د محمدداوود پلار هم وايي چې زوی یې د موټرو جوړولو برخه کې ښه وړتیا لري او په وینا یې، حکومت باید د نوښتګرو ځوانانو د هڅونې برخه کې مهم او اغېزناک پروګرامونه جوړ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام