د هرات، بلخ، فارياب او بادغيس ولايتونو يو شمېر فرهنګیان، ليکوالان، ديني علما، قومي مشران او ځوانان نن د جوزجان ولايت په اقچې ولسوالي کې د دغه ولسوالي د يوه ځوان له خوا د قران‌کريم د نسخې لیکلو د مخکتنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

دغه جوزجاني ځوان چې دوست‌محمد نومېږي وایي، وروستیو بدلونونو او د ښوونیزو مرکزونو تړل کېدل د دې سبب شو چې داسې یو اقدام وکړي. شاهي زیاتوي چې د قران‌کریم د ۳۰ پارې لیکل، ۳ میاشتې او ۲۰ ورځې وخت ونیوه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوست‌محمد ټینګار کوي، که ملاتړ یې وشي، د دې وړتیا لري چې قران‌کریم له ژبارې سره یوځای ولیکلي.

په همدې حال کې د دې مراسم ګډونوال وایي چې له دغو ډول پروګرامونو څخه نه ملاتړ د ځوانانو استعدانونو ته زیان رسولی دی. د هغوی په وینا، د نوښتګرو ځوانانو ملاتړ ته باید لومړیتوب ورکړل شي، څو ځوانان په هڅو او کار سره لا زیاتو بریالیتوبونو ته ورسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جوزجاني فرهنګ‌پالان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د شاعرانو او لیکوالانو ملاتړ وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام