Asset 1SWN

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان صادرات ۸۵سلنه زیات شوي

ef63674d06c74c718f65dcbae6aa2127

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان صادرات ۸۵سلنه زیات شوي دي.

د مسوولانو په وینا، د تېر یوه کال پر مهال افغانستان د یو میلیارډ او ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي چې له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو پر مټ یې تېر کال د پام وړ صادرات کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند‌زاده په وینا، تېر کال د افغانستان د صادراتو ټولییز ارزښت ۸۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېده.

هغه وویل: «روان کال یعنی ۱۴۰۱ کال کې مو د یو میلیارډ او ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل. له داخلي صنایعو څخه د یاد وزارت ملاتړ لامل شوی چې ښه لاسته‌راوړنه ولرو. تېر کال مو ۸۵۰ میلیونه ډالر صادرات لرل. روان کال کې مو صادرات کرنیز محصولات، کانونه او  نور محصولات وو.»

بل‌خوا د پوهنتون استاد بهیر ځلاند وايي چې داخلي اړتیاوو ته باید لومړیتوب ورکړل شي او باید په ډېره اندازه بهر ته صادر نه‌شي.

د هغه په وینا: «صادرات په دې معنی چې کورنۍ منابع چې موږ ورته اړتیا لرو، خرڅې یې کړو او خپله ورته محتاج شو. موږ باید داخل کې هم اړتیاوې پوره کړو او بهر ته یې هم صادر کړو او په دې معنی چې نړیوال مارکېټ پیدا کوو. که موږ پاکستان او نورو هېوادونو صادرات کوو، نو باید کورنۍ اړتیا پوره کړو.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهه امنه هاشمي بیا وايي چې پر صادراتو د نه کنټرول او داخلي منابعو نشتون له امله د صادراتو زیاتوالي د بې‌وزلۍ پر کمښت هېڅ اغېزه نه ده کړې.

هغه زیاتوي، دا سمه ده چې صادرات لوړ شوي، خو په وینا یې، د افغانانو پر اقتصاد یې له ۴۰ تر ۵۰سلنه اغېزه باید کړې وای. امنه هاشمي وايي چې ورځ تر بلې د بې‌وزلۍ کچه په لوړېدو ده.

هغې وویل: «صادرات په هېڅ ډول کنټرول نه شول. دا سمه ده چې دوی موږ ته د یو ملیارد څخه د ډېرو صادراتو شمېرې راکوي، خو له بده مرغه د افغانانو پر اقتصاد یې لږ تر لږه له ۴۰ تر ۵۰سلنه اغېزه هم نه درلوده.  هغه بنسټونه چې د بې‌وزلۍ په اړه معلومات خپروي، وینو چې ورځ تر بلې لوړېږي. که پر منابعو کنټرول شتون درلود، نو باید پر بې‌وزلۍ یې باید لږه اغېزه کړې وای.»

 سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان صادرات داسې حال کې ۸۵سلنه لوړوالی ښيي چې هېواد کې د بې‌وزلۍ لمن د تېر یوه کال پر مهال پراخه شوې او بېړنیو بشردوستانه مرستو ته د اړمنو  ۲۳ میلیونه کسانو شمېر ۲۸ میلیونو ته لوړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام