د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار د یوشمېر ښوونځیو زدهکوونکي او امران د دغه ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو له کمښت څخه شکایت کوي.
د غور ولایت د یوشمېر ښوونځیو زدهکوونکو سلاموطندار ته ویلي چې د ښوونکو او د ښوونیزو امکاناتو د کمښت له امله یې ښې زدهکړې نه دي کړي.
د دوی په وینا، اوس د څو ټولګيو زدهکوونکي په یوه کې را ټول شوي او زدهکړې کوي.
په غور کې د یوه ښوونځي زدهکوونکي بسمالله او بېنظیره وايي، نه یوازې د زدهکړو لپاره مناسب ځای او لازم ښوونکي نه لري، بلکې د هر درسي کال تر پایه ټول کتابونه نه شي لوستلی. د دوی په خبره، د نجونو ښوونځي ادارې په ۱۴۰۰ کال کې د ښوونکو او ځای نه موجودیت له کبله زدهکوونکي رخصت کړي دي.
د فېروزکوه ښار د یوشمېر ښوونځیو امران هم وایي چې د قراردادي ښوونکو د قرارداد پای ته رسېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي او ان اړ شوي چې یوشمېر درسي ټولګي رخصت کړي.
دوی وایي، په ځلونو یې دا ستونزې له سیمهییزو او مرکزي چارواکو سره شریکې کړي، خو په وینا یې، تراوسه یې د حل لپاره کوم اقدام نه دی شوی.
د سلطان لیسې امر صفيالله عثماني او د علاوالدین غوري عالي لېسې امر نصرتالله نصرتیار وایي، د زدهکړو لپاره لازم ځای نشته او په وینا یې، د تشکیل او ځای کموالي له کبله یې ۶ د نجونو او ۳ د هلکانو ټولګي رخصت کړي دي.
دوی زیاتوي، اوس یې له دوو ټولګیو یو جوړ کړی او په بېلابېلو برخو کې نږدې ۴۰ ښوونکو ته اړتیا لري.
د غور ولایت د پوهنې ریاست چارواکي هم دا ستونزې مني، خو وایي چې له پوهنې وزارت سره یې شریکې کړي او هڅه کوي چې ژر یې هوارې کړي.
د غور د پوهنې ریاست سرپرست میراحمد حسیني وايي، د ښوونکو، ځای او نورو درسي امکاناتو کموالی لامل شوی چې په دغه ولایت کې د زدهکړو کیفیت را ټیټ شي.
د غور ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې شاوخوا ۸۲۰ ښوونځي فعاله دي چې له ډله یې ۷۰ سلنه هغه ودانۍ نه لري. په دغو ښوونځیو کې نږدې ۱۹۷ زره زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي چې ۳۷ سلنه یې نجونې دي.