Asset 1SWN

د سالنګ لویه لاره یوولس ورځې وروسته د دوو میاشتو لپاره تړل کېږي

IMG-20230830-WA0025-qbos943v6c6fvwjzpl6vmp7b7spr783ktefteu67wo

د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ لویه لاره به په راتلونکو میاشتو کې وتړل شي. د دغه وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس سلام‌وطندار ته ویلي چې د سالنګ ۸۰ کیلومټره لویې لارې د بیارغونې چارې یې پیل کړې دي.

د نوموړي په وینا، یاده لاره به په تونل کې د کانکرېټ اچولو او د دې پروژې د ښه پلي کېدو په موخه د وږي میاشتې په نولسمه، د یکشنبې ورځ د دغه کار تر بشپړېدو پورې د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پر مخ وتړل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ټولګټو چارو وزارت له ټولو هېوادوالو، سوداګرو او موټرچلوونکو غواړي چې په یوولس ورځو کې خپلې اړتیاوې پوره کړي، څو وروسته له ستونزو سره مخامخ نه‌شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د سالنګونو د ساتنې ادارې رییس عبدالحکیم اغا هم سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده لویه لاره به د وږي میاشتې په نولسمه د دوو میاشتو لپاره وتړل شي.

د یادونې ده چې د پروان، بغلان او بامیان چارواکو پرون سره لیدلي او د غوربند‌-‌بامیان لویه لاره یې د دې لارې له تړل کېدو وروسته د بدیلې لارې په توګه په پام کې نیولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام