د سالنګ تونل کې اورلګېدنه؛ د مړو شمېر ۳۱ او د ټپیانو ۳۷ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ تونل کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو شمېر ۳۱ او د ټپیان شمېر ۳۷ کسانو ته لوړ شوی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند همداراز زیاته کړې چې دا شمېرې وروستۍ نه دي او د معلوماتو تر بشپړېدو وروسته به رسنیو سره وروستۍ شمېرې شریکې کړي.

سالنګ کې د ۴۰۴ ډوله موټر چپه‌کېدل؛ درې کسان مړه او ۱۲ ټپیان شوي

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې مسوولان وايي چې پر دغه لاره د یوه ۴۰۴ ډوله موټر د چپه‌کېدو په پېښه کې درې کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې رییس ابومحمد حافظ یعقوب د یاد خبر د تاییدو ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه نن سهار ۲:۳۰ بجې په سوېلي سالنګ کې رامنځته شوې ده.

سویلي سالنګ کې د برښنا د دوو پایو نړېدل؛ د کابل او ۱۰ ولایتونو برښنا پرې شوې

د افغانستان برېښنا شرکت یوه اعلامیه کې ویلي، د جمعې شپې ناوخته د ثور نهمه د سویلي سالنګ «تاغمه» کې د وارداتي برښنا دوو پایو ته چاودنه ورکړل شوې، چې په دلیل یې د کابل او ۱۰ نورو ولایتونو برښنا پرې شوې ده.