د افغانستان برېښنا شرکت یوه اعلامیه کې ویلي، د جمعې شپې ناوخته د ثور نهمه د سویلي سالنګ «تاغمه» کې د وارداتي برښنا دوو پایو ته چاودنه ورکړل شوې، چې په دلیل یې د کابل او ۱۰ نورو ولایتونو برښنا پرې شوې ده.

اعلامیه کې ویل شوي، «د برښنا دښمنانو د سویلي سالنګ تاغمه سیمه کې د برښنا دوو پایو ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې د کابل او لسو نورو ولایتونو برښنا پرې شوې.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

برښنا شرکت د فني کارکوونکو په خبره ویلي، د سویلي سالنګ‌ «تاغمه» سیمه کې د وارداتي برښنا دوه پایې د ماین چاودنه کې له منځه وړل شوي دي.

د برښنا شرکت وايي، د وارداتي برښنا د دغو پایو بیارغولو لپاره فني ټیمونه سیمې ته تللي دي. دغه شرکت له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د برښنا تاسیساتو خوندیتوب په برخه کې جدي پام وکړي او امنیتي مسوولانو ته د خبر په ورکولو سره، د تخریبي هڅو مخه ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ورته وخت کې د پروان د برښنا حوزې رییس محمد عارف احمدي ځینو رسنیو ته ویلي، یوه کس تېره شپه ناوخته د سالنګونو «تاغمه» سیمه کې د وارداتي برښنا دوو پایو ته چاودنه ورکړې ده.

د هغه په وینا، د برښنا د دغو پایو نړېدو په دلیل دامهال د کابل او ۱۰ نورو ولایتونو برښنا پرې شوې. هغه زیاتوي، د دغو پایو د نړولو عامل د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام