له تېرې شپې د واورو او سختو توپانونو له امله د سالنګونو په ګډون د بادغیس – هرات لویه لار او د غور، بامیان او دایکندي لویې لارې د مسافرو پر مخ تړل شوي دي.
د بادغیس محلي چارواکي او د قلعه نو ـ هرات لویې لارې یوشمېر موټر چلوونکي وايي چې د بادعیس «سبزک بند» کې څه باندې ۱۵مسافر وړونکي موټر ګیرپاتي چې هر څه ژر د دې لارې پرانیستو او مرستې ته اړتیا لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غور، بامیان او دایکندي ولایتونو محلي چارواکي هم وايي چې د دې ولایتونو د ډېری ولسوالیو د تګ راتګ مواصلاتي لارې د خلکو او مسافرو پرمخ تړل شوي.
د بامیان ولایت د ټولګیو ریاست مسوول احمدشاه احساني وايي چې د دغه ولایت پر لویو لارو د واورو پاکولو بهیر روان دی او ډېر ژر به دغه لویې لارې د مسافرو او تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي. نوموړی وایي چې د دغه ولایت په حاجيګک سیمه کې لارې پرانیستل شوې، خو د بهسودو لهخوا لاهم بنده ده.
د دایکندي ولایت د ټولګیو ریاست چارواکي بیا وايي چې اوس د دغه ولایت د ولسوالیو او مرکز ټولې لارې تړل شوي او تګ راتګ نشته.
په ورته مهال د غور ولایت چارواکي هم وايي چې د غور او دولینې لهخوا د واورو پاکولو بهیر پیل شوی او هڅه کېږي چې دغه لویې لارې ډېر ژر د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د یادو ولایتونو د لویو لارو په تړل کیدو سره د سالنګ لویه لاره هم د تېرې شپې راهیسې د زیاتې واورې او توپانونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس عبدالله عبید وايي، په شمالي سالنګ کې یې واروه پاکه کړې او په سوېلي سالنګ کې بیا د توپانونو له امله دغه چاره نه ده پیل شوې. نوموړي زیاتوي، هڅه کوي چې د توپانونو او ورښت په درېدو سره دغه لویه لار د ټرافیکو پرمخ بیاپرانیزي.
محلي ولایتونه چې لویې لارې یې د زیاتې واورې له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوي، مسوولان یې له خلکو او مسافرو غواړي چې د هوا تر ښه کیدو او یادو لارو تر پرانیستل کیدو دې له سفر څخه ډډه وکړي.