د هوا په سړېدو سره د کندوز ولایت په شهیدي بازار کې د لیلامي جامو پېر او پلور زیات شوی دی. احمدسیر چې د کندوز په شهیدي بازار کې لیلامي جامې پلوري وایي، د هوا له سړېدو سره د دغو جامو د پلور بازار هم ښه شوی دی.

د نوموړي په وینا، یادې لیلامي جامې له چين او پاکستان څخه هېواد ته را واردېږي. هغه زیاتوي: «د ماشومانو، لویانو، ښځو او نارینه‌وو جامې، هر څه پیدا کېږي. له جمپر نیولې تر جامو، پتلون، لنډه دا چې هر څه شته. دا لیلامي خو په اصل کې اروپايي او چینايي مالونه دي چې موږ یې له پاکستان څخه راوړو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کندوز کې د لیلامي جامو یو بل پلورونکى عبدالواحد وايي، په نورو موسمونو کې هم د دوی کار ښه وي، خو د ژمي په رارسېدو سره یې د لیلامی جامو پلورل زیاتېږي.

عبدالواحد زیاتوي: «د لیلامي جامو په یوه بنډل یا بورۍ کې لس ډوله دي چې شیپ‌لرونکي هم په‌کې راځي؛ له مغازې پورته جنس هم په‌کې شته، ټیټ هم او کیفیت یې هم لوړ دی.»

په ورته وخت کې د کندوز یوشمېر اوسېدونکي وایي، دوی کولای شي چې د خپلې اړتیا وړ جامې له لیلامي بازار څخه په کمه بیه وپېري. د دوی په وینا، لیلامي جامې لوړ کیفیت لري او له همدې امله خلک د لیلامي جامو پېرلو ته ډېر لېواله دي.

د کندوز اوسېدونکى سيف‌الرحمان وايي چې د یوې جوړې مغازه‌‌یي جامو په پيسو څو جوړې ليلامي جامې اخیستی شي. هغه زیاتوي: «د لیلامي جمپرونو دوام له مغازه‌يي هغو ډېر دی. کوم جمپرونه چې په مغازه کې پېرو، له درېوو تر څلورو میاشتو ډېر یې نه‌شوو کارولی او لیلامي جمپرونه کولای شوو چې دوامداره ګټه ترې واخلو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې ډاکټران د لیلامي جامو کارول د پوستکي ناروغیو د لېږد مهم لامل بولي او خلکو ته سپارښتنه کوي چې د لیلامي جامو له کارونې مخکې لومړی هغه په تودو اوبو ومینځي او اوتو یې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام