Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې د لاسي توکو پلورونکې: ا.ا دې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي

maxresdefault

د بلخ د روضې په شمالي دروازه کې د لاسي توکو ښځینه پلورونکې چې شمېر یې نږدې ۴۰ ته رسېږي، له اسلامي امارت غواړي چې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي.

دوی سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، اسلامي امارت باید هغو لوستو ښځو ته بېرته د کار کولو اجازه ورکړي چې له دې وړاندې یې دندې لرلې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

۴۳کلنه ثریا چې څه باندې یو کال کېږي، د مزارشریف ښار منډوي چوک کې دویم لاس لباسونه پلوري، له اسلامي امارت غوښتنه کوي چې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي بندیزونه لغوه کړي، څو نورې ښځې د نوموړې په څېر د سړک پر غاړې کار کولو ته اړ نه‌شي.

نوموړې وايي: «موږ له اسلامي امارت غواړو چې ښځو سره کار ونه‌لري او ټولې خپل کار او زده‌کړو ته پرېږدي. ښځې او نجونې دې زده‌کړې وکړي، قابلې دې شي، ډاکټرې دې شي او له اسلامي امارت غواړو چې ښوونځي پرانیزي. پوهنتونونه پرانیزي چې ټول زده‌کړې وکړي او زموږ په څېر بې‌سوادې نه‌شي او بازارونو کې لیلامي توکي خرڅولو ته اړې نه‌شي.»

په همدې حال کې حمیده مزارشریف ښار کې د لاسي توکو پلورونکې ده. نوموړې وايي چې اسلامي امارت باید ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار کولو اجازه ورکړي.

حمیدې وویل: «ښوونځي دې پرانیزي، د ښځو کار دې همدلته پرېږدي چې دلته کار وکړي. ډېری یې خاوندان نه‌لري، ګ‌شمېر یې اولادونه لري. د کور کرایه ورکوي. همدلته ښځې خپله روزي پیدا کوي او سړي کار نه‌لري.»

په ورته مهال سمیه چې له دې وړاندې مزارشریف کې د یوې نادولتي موسسې کارکوونکې وه، وايي، د اسلامي امارت له لوري په نادولتي موسسو کې د دوی پر کار بندیز دوی ته رواني ستونزې پیدا کړي دي.

نوموړې زیاتوي چې دغه وضعیت پرې دې او همکارانو یې ناوړه اغېز کړې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سمیې په وینا، هغه معاش یې چې د کار کولو په بدل کې ترلاسه کاوه، د نوموړې او کورنۍ اړتیا پرې پوره کېدې، خو اوس ورته رواني ستونزې پیدا شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې د نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو پر ښځینه کارکوونکو او پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام