د پکتیا اوسېدونکي په استوګنیزو سیمو کې د تولیدي کارخونو له فعالیت څخه سر ټکوي

د پکتيا د ګردېز ښار یوشمېر اوسیدونکي شکایت کوي چې ډېری تولیدي کارخونې د ښار په اړوندو استوګنیزو سیمو کې فعالیت کوي او په وینا یې، د سوځېدونکو توکو دود د ښار هوا ککړه کړې او دوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د ګردېز ښار د «اریانا پمپ» سیمې اوسېدونکی معینشاه وايي، د کور له دېوال سره په خوا کې یې د ګوړې جوړولو یوه کارخونه فعاله ده چې د دود له امله یې دوی او نور ورڅېرمه کورونه تنګ شوي دي.

پنجشېر کې مالداران: تېر ژمي کې مو سلګونه څاروي له‌منځه تللي

پنجشېر چې د هندوکش غرونو په لوړو درو کې پروت ولایت دی، د تېر ژمي یخې هوا سلګونه څاروي له‌منځه وړي او مالدارانو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دغه ولایت چې د څارویو پالنې لپاره مناسبه هوا لري، د تېر ژمي یخې څپې او د واښو کمښت د دې ولایت په یوشمېر ډېرو سړو سیمو کې د مالدارانو څاروي له‌منځه وړي دي.

کابل ښاریان له ککړې هوا سر ټکوي

یوشمېر کابل ښاریان وايي چې د ښار هوا ډېره ککړه شوې او دوی یې نه یوازې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي، بلکې د ژوند چارې یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
دوی پر اسلامي امارت نیوکه کوي چې د ژمي له راتګ مخکې یې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره تدابیر نه‌دي نیولي او په خبره یې، بې‌غوري یې کړې ده.

ژمی او د کابل ککړه هوا؛ مسوولان: د تنفسي ناروغیو کچه ۹۰ سلنه لوړه شوې

د اندراګاندي روغتون د تنفسي څانګې مسوول سیف‌الله عباسین وايي، د کابل ککړې هوا په دې وروستیو کې پر تنفسي ناروغیو د خلکو د اخته کېدو کچه لوړه کړې ده.
هغه سلام‌وطندار ته ویلي: «د مني په پای او د ژمي په پیل کې د ککړې هوا له کبله د ماشومانو د ناروغۍ او مړینې کچه لوړېږي. اوس د ماشومانو د ناروغېدو او مړینې کچه ۹۰ سلنه لوړه شوې ده.»

د کابل چاپیریال ساتنې ریاست: سږنی ژمی به ښاریانو ته ګواښوونکی وي

په هېواد کې د ژمي په رارسېدو سره د کابل ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د خپلو کورونو تودولو لپاره له بې‌کیفیته سوند توکو لکه د ډبرو سکاره، پلاستیک، ربړ او نورو توکو څخه استفاده کوي چې له امله یې د پلازمېنې کابل د هوا د ککړتیا لامل کېږي. د کابل د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولان د روان کال ژمی په هېواد کې تر ټولو ګواښوونکی بولي.