Asset 1SWN

د پاسپورټ عمومي رییس: د میاشتې څه باندې ۱۰۰زره جلده پاسپورټونه وېشل کېږي

211005085201-01-afghanistan-passport-file

د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب وايي چې د دغه ریاست له لوري هېواد‌والو ته هره میاشت څه باندې ۱۰۰زره جلده پاسپورټونه وېشل کېږي.

د پاسپورټ عمومي رییس دغه څرګندونې پرون شنبه د غبرګولي ۱۳مه د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ته د یاد ریاست د کارکړنو او فعالیتونو د راپور وړاندې کولو پر مهال کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ارګ اړوند ټوېټرپاڼې د عبدالکریم حسیب له قوله په یوه ټویټ کې ویلي چې د پاسپورټونو د وېش کچې لوړېدو په اړه هڅې روانې دي.

په همدې حال کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال بیا دې لیدنه کې ویلي چې پاسپورټ د هرهېواد‌وال «عادي حق» دی او مسوولان یې باید د چمتوو کولو لپاره هېڅ‌راز هڅې ونه‌ سپموي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې به هېواد‌والو تل د پاسپورټ وېش بهیر کې له ځنډ شکایت کاوه، خو په ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش له پیله د پاسپورټ ریاست کې ګڼه‌ګوڼه کمه شوې او خلک د پاسپورټ وېش بهیر څخه خوښ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام