د بغلان ولایت په خوست ولسوالي کې یوه محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې بېګاه شپه د دغې ولسوالي په اړوند سیمه کې د وسله‌‌والو طالبانو په یوه کمین کې د څرخي پله د ښوونې او روزنې رییس غلام‌محي الدین پیکان حیدري له دوو محلي قومندانانو سره چې د ولسي پاڅونوالو مسوولیت یې پر غاړه درلود، وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینې په وینا، دغه پېښې د خوست ولسوالي اړوند په «پوزه رېګ» سیمه کې هغه مهال شوې چې د څرخي پله زندان د ښوونې او روزنې رییس له نورو لسګونو کسان سره د خپلې سیمې د ساتنې لپاره وسله پورته کړې وه او له طالبانو سره په جګړه وو.

سرچینه تاییدوي چې په دې پېښه کې د ولسي پاڅونوالو دوه سرتیري ټپیان شوي او د وسله‌والو طالبانو څلور جنګیالي هم وژل شوي دي.



غلام‌محي الدین پیکان حیدري د بغلان ولایت د خوست ولسوالي له کدري ځوانانو څخه وو او په بېلابېلو برخه کې یې دندې ترسره  کړې وې. هغه د بغلان ولایتي شورا او د پوهنې رییس او همداراز د هېواد د زندانونو د ښوونې او رورنې د رییس په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

د خوست ولسوالي څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د وسله‌والو طالبانو له لوري نیول شوې وه. خو دفاع وزارت ویلي چې دغه ولسوالي یې د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې او د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام