حمدالله محب له خپل روسي سیال سره لیدلي

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پاتروشیف سره لیدلي دي. د ملي امنیت شورا دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه چې نن ترسره شوې، دواړو لوریو په سیمه کې د ګډو امنیتي موخو د تقویت او ملاتړ لپاره د چمتووالي خبر ورکړی دی. دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سولې په بین الافغاني خبرو او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې اترې کړي دي.

کندهار کې د جګړو له امله ۱۱ پولیس وژل شوي

په کندهار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د جګړو سنګر د پخوا په پرتله ډېر تود شوی او په دې وروستیو څو ورځو کې جګړه د ولسوالیو سربېره د کندهار ښار څېرمو سیمو کې هم روانه ده چې د پوځ سربېره یې ملکیانو ته هم زیانونه اړولي دي. یوازې همدا بېګاه شپه د کندهار حوزوي روغتون ته د دوو ملکیانو په ګډون ۲۰ ټپي پولیس او د ۱۱ پولیسو جسدونه وروړل شوي دي.

د امریکا سفارت: افغان حکومت باید د بچه بازۍ د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي

 په کابل کې د امریکا سفارت په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان دولت باید د بچه‌بازۍ، انساني قاچاق او همداراز د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سرتېرو په توګه د ماشومانو ګومارلو د مخنیوي لپاره دې هڅې زیاتې کړي.

طالبانو په بدخشان کې د پوځ د افسرانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژلي

په بدخشان ولایت کې یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د فیض‌اباد ښار اړوند په اتمه ناحیه کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د پوځ د څو افسرانو او د ولسي پاڅونوالو د دوو قومندانانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې په دغه نښته کې یو‌شمېر سرتیري د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي.

طالبانو بغلان کې د څرخي پله زندان د ښوونې او روزنې رییس وژلی

د بغلان ولایت په خوست ولسوالي کې یوه محلي سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې بېګاه شپه د دغې ولسوالي په اړوند سیمه کې د وسله‌‌والو طالبانو په یوه کمین کې د څرخي پله د ښوونې او روزنې رییس غلام‌محي الدین پیکان حیدري له دوو محلي قومندانانو سره چې د ولسي پاڅونوالو مسوولیت یې پر غاړه درلود، وژل شوي دي.

د دفاع وزارت سرپرست له خپل امریکایي سیال سره ټيلیفوني خبرې کړي

په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، د افغانستان د دفاع سرپرست له خپل امریکایي سیال سره په  یوې ټیلیفوني اړیکه کې د سټراټیژیکو او پوځي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

امریکايي پوځیان د بګرام له هوایي اډې وتلي

امریکایي رسنیو د دغه هېواد د پوځي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې وروسته له ۲۰کلونو امریکایي او ناټو ځواکونو د بګرام هوایي اډه افغان پوځي چارواکو ته ورسپارلې او له دغه مرکز څخه په بشپړه توګه وتلي دي. دغه اډه په افغانستان که د امریکایي ځواکونو تر ټولو لوی مرکز و او په تېرو دوو لسیزو کې د دغه هېواد د حضور پر مهال ۱۰۰زره امریکایي سرتیري پکې هم دېره وو.