په کابل کې د امریکا سفارت په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان دولت باید د بچه‌بازۍ، انساني قاچاق او همداراز د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سرتېرو په توګه د ماشومانو ګومارلو د مخنیوي لپاره دې هڅې زیاتې کړي.

د امریکا سفارت ویلي چې دغه هېواد د انساني قاچاق په ځانګړې توګه د دولت په لوړو موقفونو کې د افغانستان د حکومت له هڅو خبر دی، خو د دغې ښکارندې په بشپړه توګه له منځ وړلو لپاره باید هڅې پراخې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ورکړل شوي راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د انساني قاچاق له پلوه په درېیم ځای کې دی. د انساني قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور په روان کال کې خپور شوی دی.

که څه هم بچه‌بازي د هېواد د جزا په کوډ کې جرم ګڼل شوی، خو د دغه جرم عاملان ډېر کم لیدل شوي چې سزا ورکړل شوي وي. دا په داسې حال کې ده چې د عدلیې وزارت نېږدې دوه میاشتې وړاندې ویلي و چې د هېواد په بېلابېلو محکمو کې د بچه‌بازۍ ۲۱ قضې تر څېړنې لاندې دي.

دغه وزارت وړاندې له دې هم ویلي و، که چېرته دولت بریالی نه شي چې د انساني قاچاق مخ ونیسي، امریکا به افغانستان له بندیزو سره مخ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام