د عدلیې وزير فضل‌ احمد معنوي وايي، د ۱۳۹۹کال له پيله تر اوسه پورې ۳۲۷ افغانانو د اروپايي او اسيايي هېوادونو د تابعيت اخيستو لپاره د افغانستان د تابعيت د ترک غوښتنه کړې ده. نوموړي څرګندونې «ملت ته د حساب ورکړې» په پروګرام کې وکړې.

معنوي وويل، دغو کسانو د ایران، اتریش، هالنډ، روسیې، اذربایجان، جاپان او اندونیزیا تابعتونه ترلاسه کړي او د افغاني تابعیت د پرېښودو پرېکړه یې کړې ده.

فضل‌ احمد معنوي وايي، له دې سره ۱۳ بهرنیانو د افغانستان د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده چې په‌کې د جنوبي کوريا، پاکستان، تاجکستان، ایران، ترکمنستان او يمني اتباع شامل دي چې له دې ډلې د ۸ کسانو دوسيې وروستۍ شوې هم دي.

د عدليې وزير په دې ناسته کې وويل، په ۱۳۹۹ کال کې د قضايي قضیو ثبت د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي. روان کال ۷۷ زره حقوقي قضيې ثبت شوې دي چې له دې ډلې ۱۶ زره يې کورنۍ قضيې دي چې د ټولو دوسيو ۲۱ سلنه جوړوي.

فضل احمد معنوي زياته کړه، عدلیې وزارت له انساني قاچاق سره د مبارزې د کمیسیون رياست پر غاړه لري چې د دغه کمیسیون د امنیتي، عدلي، قضايي او بشري حقونو بنسټونو په همکارۍ په بېلابېلو ولايتونو کې د انساني قاچاق  ۳۴ شبکې پېژندلي او ۶۰ کسان يې نيولي دي.

له دې سره د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هم خپل کلنی راپور وړاندې کړ. د یادې ادارې رييس احمد جاوېد رسولي د برښنايي پېژندپاڼو د وېش د زياتوالي خبر ورکړ. رسولي وويل،  په ۱۳۹۹ مالي کال کې څه باندې یو میلیون الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوي او اوسمهال د هېواد په دننه او بهر کې د ۷۰ مرکزونو لخوا، د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش ظرفیت په ورځ کې ۲۰ زرو ته رسېدلی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام