سږ کال ۳۲۷ افغانانو د تابعيت د ترک غوښتنه کړې
د عدلیې وزير فضل احمد معنوي وايي، د ۱۳۹۹کال له پيله تر اوسه پورې ۳۲۷ افغانانو د اروپايي او اسيايي هېوادونو د تابعيت اخيستو لپاره د افغانستان د تابعيت د ترک غوښتنه کړې ده. نوموړي څرګندونې «ملت ته د حساب ورکړې» په پروګرام کې وکړې.
معنوي وويل، دغو کسانو د ایران، اتریش، هالنډ، روسیې، اذربایجان، جاپان او اندونیزیا تابعتونه ترلاسه کړي او د افغاني تابعیت د پرېښودو پرېکړه یې کړې ده.