«د میدان وردګ امنیه قوماندان دې لویې څارنوالي ته ور وپېژندل شي»

د میدان وردګ بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي ته د تللي پلاوي یوه غړي سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په یاده ولسوالي کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د پېښې څرنګوالي په اړه د سیمې له اوسېدونکو، معترضانو او امنیتي ځواکونو نه سندونه او شواهد را ټول کړي دي.

یونس قانوني: که جګړه دوام وکړي، دويم مقاومت به جوړ کړي

د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني کابل کې یوه غونډه کې وویل، د قطر په دوحه کې د سولې بهیر له بن بست سره مخ دی او خبرداری يې ورکړ که چېرې د سولې بهیر په هر لامل چې وي بې پایلې شي، جګړه په افغانستان کې دوام پیدا کوي او دويم مقاومت به جوړ کړي.

نوموړي د «موج اعتدال و همسويي» سازمان د جوړېدو په غونډه کې وويل، دوی داسې  سوله چې د ټولنې نيمايي په‌کې له منځه لاړه شي، نه غواړي.

سږ کال ۳۲۷ افغانانو د تابعيت د ترک غوښتنه کړې

د عدلیې وزير فضل‌ احمد معنوي وايي، د ۱۳۹۹کال له پيله تر اوسه پورې ۳۲۷ افغانانو د اروپايي او اسيايي هېوادونو د تابعيت اخيستو لپاره د افغانستان د تابعيت د ترک غوښتنه کړې ده. نوموړي څرګندونې «ملت ته د حساب ورکړې» په پروګرام کې وکړې.

معنوي وويل، دغو کسانو د ایران، اتریش، هالنډ، روسیې، اذربایجان، جاپان او اندونیزیا تابعتونه ترلاسه کړي او د افغاني تابعیت د پرېښودو پرېکړه یې کړې ده.

پکتیا کې د جګړې غندلو او د سولې په ملاتړ مشاعره جوړه شوه

لسګونو شاعرانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې جوړې شوې مشاعرې پر مهال په یوه غږ د سولې غوښتنه وکړه.
دا مشاعره چې د سمون ټولنې له لوري جوړه شوې وه، د شاعرانو تر څنګ، یوشمېر لیکوالانو، د ادب مینه‌والو او ګڼ‌شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.

۲۰۲۰ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې ۲۶ سلنه ډېروالی

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې دغې کمېټې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکيو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت کړي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۶ سلنه ډېروالی ښيي.

دغې کمېټې په خپل راپور کې ويلي، په دې پېښو کې ټپي کېدل، وهل ټکول، تښتول، ګواښل، غلا او ناوړه چلند شامل دي.

د کانګرېس راپور: امریکا باید له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو پروګرام وځنډوي

د افغانستان په اړه هغه راپور چې د امریکا د کانګرېس په سپارښتنه جوړ شوی، د جو بایډن له دولت نه په‌کې غوښتل شوي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د را اېستلو پروګرام دې وځنډوي، د مې میاشت موده پرېږدي او پر ځای دې یې یوازې هغه مهال خپل سرتېري را وباسي چې د یاد هېواد امنیتي وضعیت سم شي.