د افغانستان په اړه هغه راپور چې د امریکا د کانګرېس په سپارښتنه جوړ شوی، د جو بایډن له دولت نه په‌کې غوښتل شوي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د را اېستلو پروګرام دې وځنډوي، د مې میاشت موده پرېږدي او پر ځای دې یې یوازې هغه مهال خپل سرتېري را وباسي چې د یاد هېواد امنیتي وضعیت سم شي.

په دغه راپور کې چې د «د افغانستان د مطالعې ډلې» په نوم خپور شوی، لیکل شوي چې په اوسني وخت کې په بیړه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل به د کورنۍ جګړې، د سیمې بې‌ثباته کېدو او د القاعده شبکې د ګواښونو بیا را ژوندي کولو لامل شي.

د امریکا پخواني لوی درستیز جنرال جوزېف ډنفورډ چې د دې ډلې مشري پر غاړه لري، پرون یې له خبریالانو سره په خبرو کې افغانستان د یوه «ماتېدونکي دولت» لرونکی هېواد بللی او زیاته کړې یې ده چې د سولې خبرو یوې سوله‌ييزې حل‌لارې او د جګړې پای ته رسولو لپاره ښه فرصت برابر کړی دی.

نوموړي ویلي چې دغه راپور یې د زلمي خلیلزاد په ګډون، د امریکا د ولسمشر جو بایډن نږدې کسانو ته ورکړی چې په وینا یې، ګټور یې بللی دی.

د امریکا کانګرېس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان د مطالعې ډله جوړه کړه، څو د افغان سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو د پالیسي په اړه وړاندیزونه چمتو کړي. دغې ډلې د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې کار پیل او پرون یې خپل راپور خپور کړ.

په یاد راپور کې لیکل شوي چې د منلو وړ پایلې ته د افغان سولې خبرواترو د رسېدو لپاره باید دې پروسې ته لازم وخت او فرصت ورکړل شي او ژرترژره دې د دغه کار لپاره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را اېستلو اوسنۍ مودې د نوي کولو په موخه ډیپلوماټیکې هڅې پیل شي.

د دغه راپور له مخې، که طالبان د مې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د امریکايي ځواکونو د وتلو مودې نوي کېدل و نه مني، ښايي دغه کار یې د تازه پیل شوې سولې پروسې ته د پای ټکی کېږدي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له مخې، دا ډله باید پر امریکايي ځواکونو خپل بریدونه ودروي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د پام وړ را ټیټه کړي او له افغان دولت سره د سولې خبرې اترې پر مخ یوسي. دغه راز، امریکا ژمنه کړې چې په تدریجي ډول به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کموي او د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه وباسي.

اوس ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام