د میدان وردګ بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي ته د تللي پلاوي یوه غړي سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په یاده ولسوالي کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د پېښې څرنګوالي په اړه د سیمې له اوسېدونکو، معترضانو او امنیتي ځواکونو نه سندونه او شواهد را ټول کړي دي.

د میدان وردګ د ولایتي شورا غړی او د یاد پلاوي غړی احمد جعفري وايي چې پلټونکي پلاوي په هراړخیز ډول یاده پېښه څېړلې او یوې ډلې ته یې دنده سپارلې چې د وژل شویو او ټپیانو د کورنیو پوښتنه وکړي او د هر وژل شوي پر سر ۱۰۰ زره او د هر ټپي پر سر ورته ۵۰ زره افغانۍ ورکړي.

د نوموړي په وینا، د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي اوسېدونکو ورته یوه طرحه چې ۹ مادې لري سپارلې ده. هغه وايي، یادې ولسوالي ته تللي پلاوي د یادې طرحې هرکلی کړی او ورته ویلي یې دي چې د ځینو مادو په اړه یې دوی واک نه لري او له حکومتي چارواکو سره به یې په اړه مشوره وکړي.

جعفري زیاتوي: «د بهسودو د اوسېدونکو یوه غوښتنه لویې څارنوالي ته د میدان وردګ ولایت د امنیه قوماندان ور پېژندل و چې د خلکو له غوښتنې پرته د پلاوي پرېکړه دا ده چې هغه باید لویې څارنوالي ته ور وپېژندل شي.»

د نوموړي په خبره، کله چې نن له غرمې مخکې دوه چورلکې د تللي پلاوي د بېرته راوړلو لپاره یادې ولسوالي ته ورغلې، د علي‌پور د وسله‌والو له لوري پرې د راکېټونو، پیکا او کلاشینکوف ډزونه وشول.

خو د علي‌پور په مشري د جبهې ویاند محمدحسین توانا سلام‌وطندار ته وویل: «هم چورلکو او هم د دوی هلکانو ډزې وکړې. تر اوسه کره راپور نشته او وضعیت عادي نه دی.»

د بهسودو لومړۍ برخې سلګونو اوسېدونکو د تېرې جمعې په ورځ په دې ولسوالي کې اعتراض وکړ او د میدان وردګ له امنیه قوماندان الله‌داد فدايي او امنیتي ځواکونو نه یې وغوښتل چې له یاده ولسوالي نه ووځي او د ولایت مرکز ته ولاړ شي، خو وروسته دا اعتراض په تاوتریخوالي واوښت. د دغه تاوتریخوالي له کبله ۲۰ معترضان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام