په بدخشان ولایت کې یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د فیض‌اباد ښار اړوند په اتمه ناحیه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د پوځ د څو افسرانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې په دغه نښته کې یو‌شمېر سرتیري د طالبانو لاس ته لوېدلي، خو سرچینې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

له دې سره هم‌مهاله په بدخشان کې یوه بله امنیتي سرچینه وایي چې تراوسه د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه ده روښانه، خو په بدخشان کې د پوځ د دویمې لوا امر، د پوځ د کنډک یو بریدمل او د ولسي پاڅونوالو دوه قومندانان وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي‌نظري د پېښې او ا منیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې پخلی کوي، خو د مرګ‌ژوبلې د شمېر په اړه څه نه وايي.

د بدخشان ولایت امنیتي مسوولانو او وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بل‌خوا د بدخشان اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، که چېرته د طالبانو بریدونه په شا ونه تمبول شي. د فیض‌اباد ښار به د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام