طالبانو په بدخشان کې د پوځ د افسرانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژلي
په بدخشان ولایت کې یوې امنیتي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د فیضاباد ښار اړوند په اتمه ناحیه کې د وسلهوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د پوځ د څو افسرانو او د ولسي پاڅونوالو د دوو قومندانانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې په دغه نښته کې یوشمېر سرتیري د وسلهوالو طالبانو لاس ته لوېدلي.