ولسمشر محمداشرف غني نن د کابینې په لومړنۍ ډیجیټلي غونډه کې وویل، تر هغه چې وضعیت د جګړې په ډګر کې بدل نه شي، طالبان د سولې رښتینو خبرواترو ته نه حاضرېږي.

د هغه په وینا، د وضعیت د بدلون لپاره یې چمتووالی نیولی او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به په بشپړ ډول بدل شي. ولسمشر غني زیاته کړه، طالبانو په تېرو ۲۴ کلونو کې مثبت نه، بلکې منفي بدلون کړی او لا ظالم او وحشي شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل، طالبان د سولې او هېواد جوړولو لپاره اراده نه لري او په خبره یې، هغوی دروغ وايي او هغه مهال به د سولې خبرواترو ته کېني چې د جګړې په ډګر کې بدلون راشي او د دې لپاره سراسري بسیج ته اړتیا ده.

ولسمشر غني وايي، د جګړې په ډګر کې د وضعیت بدلون لپاره باید د سټراټیژيکو لومړیتوبونو او د هغو د پلي کېدو لپاره پلان جوړ شي.



د ولسمشر په وینا، د کورنیو چارو وزارت اصلي دنده د ښارونو او مهمو ولسوالیو د امنیت ټینګښت دی او د ملي امنیت عمومي ریاست هم د ملي بسیج مهمه دنده لري.

هغه زیاتوي، ترهګرې ډلې اوس د افغانستان د ورانۍ لپاره منسجم پلانونه لري، خو په خبره یې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې ورشنډ کړي. ولسمشر وویل، په ولسوالیو کې د طالبانو لومړنی کار دا دی چې د ښوونځي له مضمونونو څخه د حب‌الوطن مضمون وباسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د امنیتي‌-دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د طالبانو پر وړاندې ۲۲۱ عملیات کړي او ۱۳۲۳ وسله‌وال یې په‌کې وژلي دي.

د هغه په خبره، طالبانو بیا په همدې اوونۍ کې ۶۶ ملکیان وژلي او ۱۹۸ یې ټپیان کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام