ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني پرون ماښام له بایډن سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر دوام  او د هېواد په روان وضعیت بحث او خبرې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي چې ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا خپل افغان سیال ولسمشر محمد اشراف غني ته د امریکا له لوري د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی او ټينګار یې کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به له خپلې خاورې دفاع او ساتنه وکړي.

په همدې حال کې دواړو لوریو د سولې په ټينګښت او دوامداره ګډون، له افغانستان سره د دوامداره ډيپلوماتیکې او اقتصادي مرستو سربېره د وروستیو دوو لسیزو پر لاسته راوړنو ټينګار کړی دی.

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له وړتیاوو ستاینه کوي چې نوموړي وړاندې ویلي و چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی ږدي.



په ورته مهال د ولسمشر جو بایډن له لارښوونې سره سم تمه ده امریکايي ځواکونه د اګست میاشتې تر وروستیو پورې له افغانستان څخه ووځي.

له دې سره سم امریکایي ‎چارواکو ویلي چې له افغانستان څخه د دغه هېواد د پوځ له وتلو وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ، تجهیز او په ځانګړې توګه د هوایي ځواکونو د مسلکي روزنې مرستې به دوام ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام