Asset 1SWN

سلام وطندار

ولسمشر او عبدالله د سولې پر دویم پړاو مذاکراتو غږېدلي

Ghani-Abdullah-1-p0h86cho6xtl5r1i5yxboyiul2c1ra2ilpxxt0enqk

ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله سره په ارګ کې لیدلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په یاده غونډه کې ولسمشر ته د ملي روغې جوړې شورا د رییس له لوري د دې شورا د دویمې ناستې د راپور ورکولو ترڅنګ، د سولې دویم پړاو خبرو پر ځای او نېټه هم خبرې شوې دي.

ولسمشر غني په دې غونډه کې ویلي: «افغان حکومت به د سولې پروسې له ملاتړې ډلې سره په ګډه د سولې خبرو اترو راتلونکي پړاوونه پر مخ یوسي.»

د دولت او طالب ډلې د سولې خبرې اترې د سنبلې میاشتې په دوه‌ویشتمه نېټه په دوحه کې پیل او د لیندۍ میاشتې تر دوه‌ویشتمې یې دوام وکړ. ټاکل شوې د دویم پړاو خبرې د مرغومي په شپاړسمه بېرته پیل شي.

ولسمشر محمداشرف غني او د هغه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تر دې وړاندې ویلي و چې د سولې خبرو راتلونکي پړاوونه دې په افغانستان کې پر مخ یووړل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې له ولسمشر سره د عبدالله عبدالله په دې لیدنه کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ګډون درلود.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام