Asset 1SWN

سلام وطندار

د ماليې وزير عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه شو

141159275_106139084811043_4627647026540145347_n

ولسمشر محمد اشرف غني د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه کړی او پر ځاى يې محمدخالد پاينده د دغه وزارت سرپرست وزیر ټاکلى دى.

د جمهوري رياست د چارو د ادارې له لوی رياسته په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت رييس په بېلابېلو حکمونو کې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال ګوښه کېدل او د محمد‌خالد پاینده د مالیې وزارت د سرپرست په توګه منظور کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د جمهوري ریاست عالي مقام په حکم کې د مالیې وزیر د ګوښه کېدو لاملونه د عوایدو په ټولولو کې کموالی، په مالیې وزارت کې د ناقانونه ګمارنو، د څېړنو ګډ پلاوي سره نه همکاري او د دغو څېړنو مخه نیول، کمزوری مدیریت، د ښې حکومتولۍ ارزښتونو ته ژمنتیا نه لرل او په ورسپارل شويو وظایفو کې د هېواد اساسي قانونو د ۷۷یمې مادې نه مراعت کول او د جمهوري ریاست د عالي مقام له حکمونو او هدایاتو څخه سرغړونه یاد شوي دي.

محمدخالد پاينده د ماليې وزارت سرپرست

د جمهوري رياست د چارو د ادارې رياست په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام د هېواد اساسي قانون د ۶۴مادې د ۱۱مې فقرې پر بنسټ د مالیې د وزیرعبدالهادي ارغندیوال عزل کېدل او یاد وزارت لپاره محمد خالد پاینده د سرپرست په توګه ټاکل منظور کړي دي.

د يادولو ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني هم د ولسمشر له لوري له دندې ګوښه شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام