ولسمشر غني نن په شمال او شمال ختیځ کې د امنیتي وضعیت خرابېدو ته په کتو د دویم ځل لپاره بلخ ولایت ته تللی دی. ولسمشر تر دې مخکې له یوشمېر سیاسي مشرانو سره په ارګ کې ولیدل.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، شمال ته د ولسمشر پرله‌پسې سفرونه ښيي چې هغه غواړي په شمال کې نوی دفاعي مرکز جوړ کړي، څو له هماغه ځایه د شمالي ولایتونو جګړه مدیریت شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکی حکیم ناظم وايي، په شمال کې د نوي نظامي مرکز جوړول به جګړه‌ييز وضعیت د حکومت په ګټه راوڅرخوي. د هغه په خبره، د هېواد شمالي ولایتونه له هر اړخه سټراتېژیک او حساس دي او که دغه زون د طالبانو لاس ته ولوېږي، هېواد به له ناسم اقتصادي وضعیت سره مخامخ شي.

په همدې حال کې یو بل سیاسي شنونکی طارق فرهادي بیا باور لري چې که امنیتي وضعیت ښه نه شي، طالبان ښايي له اقتصادي اړخه کابل کلابند کړي. نوموړی وايي، حکومت باید طالبانو ته اجاز ور نه کړي، څو د حیرتانو بندر چې ډېر اقتصادي اهمیت لري، ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري هم بلخ ته د ولسمشر د سفر موخه د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزولو ترڅنګ، په شمال کې د جګړې مدیریت یادوي.

هغه وايي، ولسمشر غني بلخ ته د سفر پر مهال د امنیتي چارواکو ترڅنګ، له سیاسي او جهادي مشرانو سره هم کتلي او په شمال کې یې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅونوالو د بسیج، د هغوی د تجهیز او د وطن د دفاع پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا، ولسمشر ټینګار کړی چې د وطن او خلکو د دفاع لپاره به په ټول توان د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

د سیاسي چارو شنونکو په باور، اوس د افغانستان ژغورنې یوازینۍ لاره د سولې خبرواترو چټکتیا ده؛ ځکه د جګړې دوام به په هېواد کې لوی ناورین جوړ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام