د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبري کمېټې دویمه ناسته چې په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوه، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي غړیو، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، دویم مرستیال سرور دانش، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یوشمېر نورو جهادي څېرو په‌کې ګډون کړی و.

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله په یاده غونډه کې وویل چې د افغان دولت مرکچي پلاوی د خپلو نظریاتو او تجربو له شریکولو وروسته کولای شي سولې ته د رسېدو لاره هواره کړي.

عبدالله زیاتوي، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی د افغانانو ترمنځ په دویم پړاو خبرو کې باید په پوره ډاډ او له ستونزو پرته له طالبانو سره خبرو کولو ته کېني.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دې غونډه کې وویل، طالبان په هدفي وژنو کې د قومي مشرانو، خبریالانو او مدني فعالانو په نښه کولو سره نه شي کولای په هېواد کې روانه جګړه ودروي.

د صالح په خبره، د طالبانو له لوري د جګړې دوام د سولې پر خبرو منفي اغېز کوي.

په همدې حال کې د ملي روغې جوړې شورا غړي عبدالرب رسول سیاف وویل، تر دې وروسته دې سولې ته د رسېدو لپاره له جلا جلا هڅو ډډه وشي او دا هڅې دې د دغې شورا له ادرسه وشي.

سیاف سره له دې چې د کوم کس یا ډلې یادونه ونه کړه خو زیاته یې کړه، جلا جلا هڅې د سولې مرکچي پلاوي دریځ کمزوری کوي.

د ملي روغې جوړې شورا غړي یونس قانوني بیا د دې شورا پر جوړښت نیوکه وکړه او ويې ویل چې د ملي روغې جوړې شورا بشپړه نه ده؛ ځکه په وینا یې، ځوانانو او ښځو ته په دې کمېټه کې ځای نه دی ورکړل شوی.

هغه د دغې شورا له غړیو سره پر سلیقوي چلند هم نیوکه وکړه او په وینا یې، د وحدت ګوند مشر کریم خلیلي د دغه چلند په غبرګون کې نننۍ غونډې ته نه دی راغلی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړۍ غونډه د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د ډسمبر په ۵مه نېټه د ولسمشر محمداشرف غني له لوري په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پرانېستل شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام