Asset 1SWN

د دویم مقاومت جوړېدل؛ د ملي روغې جوړې شورا خبر ورکړ

20210126_110733-p1xmlbndc4tunwk4rd2zwczblvrwckxttuhhzy4ib0

د ملي روغې جوړې شورا سلاکار عبدالبصیر سالنګي په سالنګ کې د عام وژنې ۳۲م تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي چې د دویم مقاومت پر جوړېدو کار روان دی او که د سولې خبرې ناکامې شي، دغه مقاومت به جوړ شي.

د نوموړي په وینا، د ۵ زره طالب بندیانو له خوشې کولو سره سره دا ډله لا هم پر جګړې ټینګار کوي او په تېرو ۸ میاشتو کې د سولې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د سیمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال ایوب سالنګي هم په دې غونډه کې وویل، افغانان یوه باعزته سوله غواړي او که طالبان د خلکو غوښتنې ته مثبت ځواب ور نه کړي، د خلکو له سخت مقاومت سره به مخامخ شي. نوموړی په هېواد کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او بهرنیانو قربانیانو ته د اشارې تر څنګ، په افغانستان کې د سولې غوښتونکی شو.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي او دفاعي ځواکونو لوړپوړو چارواکو د طالبانو پر وړاندې جګړې لپاره د چمتووالي خبر ورکړ.

د معلوماتو له مخې، د پخواني شوروي ځواکونو په ۱۳۶۷ کال کې له افغانستانه د وتلو پر مهال د سالنګ پر لویې لارې د سالنګ ولسوالي پر خلکو ځمکني او هوايي بریدونه وکړل او په یوه ورځ کې یې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام