احمد ضیا مسعود: ولسمشر غني دې واک دفاع وزارت ته وسپاري

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود  پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۱مې کالیزې په اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، که ولسمشر محمد اشرف غني نه‌شي کولی هېواد اداره کړي، سیاسي واک دې دفاع وزارت او پوځ ته وسپاري، ترڅو د ترهګرۍ پر وړاندې رښتينې مبارزه وشي.

واورو د غور ټولې مواصلاتي لارې وتړلې

د غور ـ هرات لویې‌لارې یو شمېر مسافران او د دغه ولایت د ولسوالیو اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د درنې واورې ورېدو او توپانونو له کبله د غور ـ هرات او غور ـ کابل لویې‌لارې په ګډون د دغه ولایت مرکز سره د ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي دي.

د دوی په وینا، که دولت د دغو لارو پرانیستو ته پام ونه‌کړي، ډېرو ستونزو سره به مخ شي او نه‌شي کولی خپلو سیمو ته لاړ شي او یا هم ناروغان روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.

د ملي روغې جوړې شورا دویمه غونډه؛ د سولې جلا جلا هڅې دې ودرېږي

د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبري کمېټې دویمه ناسته چې په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوه، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي غړیو، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، دویم مرستیال سرور دانش، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یوشمېر نورو جهادي څېرو په‌کې ګډون کړی و.

ولسمشر: د وروستیو ټولو هدفي وژنو عاملان دې پیدا او سزا ورکړل شي

ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د ملکي وګړيو او په ځانګړي ډول د هېواد د سیاسي، مدني او ټولنیزو فعالانو چې په دې وروستیو کې د ترهګريزو بریدونو هدف ګرځېدلي دي، پيدا او سزا ورکړل شي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر امنيتي او دفاعي ارګانونو ته د لا ښه…

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۱۰ کسان مړه کړي او ۸۳ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.
دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې یې د ۹۷۸ شکمنو کسانو نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۸۳ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

کابل کې نننیو چاودنو ۲ کسان وژلي او ۳ یې ټپيان کړي

امنیتي چارواکي وايي، کابل ښار کې نن سهار د چسپکي ماينونو ۳ چاودنې شوي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه چاودنې د کابل ښار په اتمه، شپږمه او درېیمه امنیتي حوزو کې شوي چې له کبله يې ۲ پولیسان وژل شوي او د دوه ښځينه پوليسو په ګډون ۳ کسان نور ټپيان دي.