Asset 1SWN

سلام وطندار

احمد ضیا مسعود: ولسمشر غني دې واک دفاع وزارت ته وسپاري

Ahmad-Zia-Massoud

 

 

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود  پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۱مې کالیزې په اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، که ولسمشر محمد اشرف غني نه‌شي کولی هېواد اداره کړي، سیاسي واک دې دفاع وزارت او پوځ ته وسپاري، ترڅو د ترهګرۍ پر وړاندې رښتينې مبارزه وشي.

مسعود وایي، پوځ ته د واک سپارلو سره به د سولې پروسه هم پایله ورکړي.

نوموړی ټينګار کوي چې  د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال هېڅ راز مثبت کار نه دی شوی او ورځ تر بلې هېواد  کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ شمېرې مخ پر لوړېدو دي.

د اسلامي جمعیت ګوند مرستیال زیاتوي،  د حکومت د  اداره کولو او مدیریت بڼه ستونزه لري او د هېواد د اداره کولو پاليسي باید بدلون ومومي.

د احمد ضیا مسعود  په وینا، که چېرې جګړه دوام مومي «افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اېتلاف» په نوم باید د مجاهدینو او نوموتو سیاسي څېرو له لوري، اېتلاف جوړ شي.

نوموړی د دغه اېتلاف دنده افغانستان کې د ټولنې ترمنځ د یووالي ټينګښت او په هېواد  کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ ګڼي.

ومو غوښتل د مسعود د څرګندونو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم له  ځان سره ولرو، خو د دغې ادارې ویاندویان ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

دغه نیوکې په داسې حال کې مطرح کېږي چې نن سهار کابل کې د اوونۍ پيل له چاودنو سره وشو.

د کابل د امنیې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، د دغو چاودنو پایله کې ۲ پولیس وژل شوي او د دوه نورو پوليسو په ګډون ۳ کسان ټپيان شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام