د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې یې د ۹۷۸ شکمنو کسانو نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۸۳ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د روغتیا وزارت وايي چې تازه پېښې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي. د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې ۲۶۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۱ زره او ۸۴۷ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي، تراوسه په هېواد کې ۲ زره او ۱۵۸ کسان د کورونا له کبله مړه شوي هم دي. یاد وزارت وايي، تراوسه په هېواد کې ۱۹۲ زره او ۱۱۳ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۸۰ میلیونه او ۲۰۹ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۷۵۷ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۵۶ میلیونه او ۴۷۴ زرو نه ډېر یې بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او فرانسه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام