د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مسلمانانو او د افغانستان د کنګل شویو زېرمو د ازادېدو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بېګاه شپه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د ولادیمیر پوتین د وروستیو څرګندونو درناوی او هرکلی کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسیې ولسمشر په یوې ناسته کې ویلي وو چې د اسلام پیغمبر او د مسلمانانو مقدسو احساساتو سپکاوی د بیان ازادي نه، بلکې د دیني ازادۍ پر ضد کړنه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عبدالقهار زیاته کړې چې پوتین همداراز په دغه ناسته کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان اسلامي امارت د پېژندنې پر لور روان دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام