بایډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ولکې په لټه کې دی

د بشري حقونو څار بنسټ د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر هغه فرمان نیوکه کړې چې له مخې یې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارده ډالر د سپټمبر یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي. دغه بنسټ ویلي چې د امریکا ولسمشر غواړي د افغانستان پر کنګل شوې شتمنۍ ولکه خپله کړي.

اسلامي امارت د اسلام د پیغمبر په اړه د پوتین څرګندونې ستایلي دي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مسلمانانو او د افغانستان د کنګل شویو زېرمو د ازادېدو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بېګاه شپه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د ولادیمیر پوتین د وروستیو څرګندونو درناوی او هرکلی کوي.

پاکستان نن د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې کوربه‌ دی

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د امریکا، اروپایي ټولنې او یو‌شمیر نورو هېوادونو د استازیو په ګډون جوړه شوه. دې غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، اسلامي او د نړۍ نور هېوادونه باید له افغانستان سره مرستې جاري وساتي، څو د بشري ناورین مخه ونیول شي.