اسلامي امارت پر ډیورنډ کرښه په ۳۲ پوستو کې ۱۵۰ سرتیري ځای پر ځای کوي

څه موده  وړاندې ختیځ کې د ډیورند پر فرضي کرښه د ننګرهار او کونړ په اړوند سیمو کې د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ جنجالونه وشول او اسلامي امارت د پاکستاني پوځ د تاسیساتو د جوړېدو مخنیوی وکړ، اوس تازه ختیځ کې د لومړي سرحدي لوا له لوري ۱۵۰ تازه دمو سرتېرو ته مسلکي روزنه ورکړل شوي چې د چارواکو په وینا، پر ډیورنډ کرښه به یې ځای پر ځای کړي.

طالبان دې د کابل نړیوال هوايي ډګر د تګ راتګ لارې خوندي کړي

 د جي۷ یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو په غونډه کې له طالبانو غوښتنه وشوه چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د تګ راتګ لارې خوندي کړي. د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو استازیو ټینګار کړی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر باید خوندي شي او تر ټاکل شوې نېټې وروسته دې هم خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

طالبان د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار ته ننوتي

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي او طالب جنګیالي د دغه ولایت مرکز قلعه‌نو ښار ته ننوتي دي.  د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک هم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي  او اوس دغې ډلې خپل ځانونه د مرکز قلعه‌نو ښار دروازو ته را رسولي دي.

تاجکستان له افغانستان سره پولې ته نږدې ۲۰۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د دغه هېواد دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستان سره پولې ته نږدې ۲۰۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي. دغه پرېکړه وروسته له هغې نیول کېږي چې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړې لمن پراخه شوې ده.

طالبانو په بدخشان کې د پوځ د افسرانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژلي

په بدخشان ولایت کې یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د فیض‌اباد ښار اړوند په اتمه ناحیه کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د پوځ د څو افسرانو او د ولسي پاڅونوالو د دوو قومندانانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې په دغه نښته کې یو‌شمېر سرتیري د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي.

المان په افغانستان کې خپل ۲۰کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه

 د المان د دفاع وزیر انه‌ګرت کرامپ کارن‌باوئر ویلي چې له افغانستان څخه یې ټول الماني سرتیري اېستلي او په دغه هېواد کې یې خپل ۲۰کلن ماموریت پای ته رسولی دی. په افغانستان کې د المان د وروستیو دوه لسیزو پوځي حضور د دغه هېواد تر ټولو مرګونی ماموریت ګڼل شوی دی.

طالبانو د تخار بهارک ولسوالي په بشپړه توګه نیولې

په تخار ولایت کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو په بشپړه توګه د دغه ولایت بهارک ولسوالي نیولې ده. د سرچینې په وینا، د ملي امنیت، پولیسو او نورو امنیتي بنسټونو ۷۵نظامیان له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي. څو اوونۍ وړاندې په دغه ولسوالي کې مېشت امنیتي ځواکونو د مرستندویه ځواکونو غوښتنه کړې وه.

طالبانو د بامیان پر کهمرد ولسوالي برید کړی

د بامیان والي سید‌انور رحمتي نن په یوې خبري غونډه کې وویل چې د دغه ولایت د کهمرد ولسوالي په «اشپشته» کلي کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو له امله ۵ سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي دي.