د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پاتروشیف سره لیدلي دي. د ملي امنیت شورا دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه چې نن ترسره شوې، دواړو لوریو په سیمه کې د ګډو امنیتي موخو د تقویت او ملاتړ لپاره د چمتووالي خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د سولې، امنیت، له ترهګرۍ او نشه‌یي توګو سره د ګډې مبارزې او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت په کچه د اړیکو د پراخولو په برخه کې د همکاریو د لید لوري په اړه خبرې اترې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال دواړو لوریو په دې لیدنه کې د اوربند پر اړتیا، د سولې بین الافغاني خبرو د پیل، د جګړې پای او د یوه خپلواک په ځان‌بسیا افغانستان پر موجودیت هم ټينګار کړی دی. همداراز د افغانستان او روسیې د ملي امنیت شورا سلاکارانو ویلي چې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو ډېرېدل او د جګړو دوام کولای شي چې د روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.



دا په داسې حال کې ده چې پرون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د ټولیز امنیت په بین الپارلماني غونډه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازیو د افغانستان په شمال کې د نظامي خوځښتونو ډېروالی د سیمې امنیت لپاره د اندېښنې وړ وباله. دوی له طالبانو غوښتنه وکړه چې د خبرو مېز ته دې راوګرځي.

 حمدالله محب تېره ورځ په یوه دوه ورځني سفر د روسیې پلازمینې مسکو ته تللی. د ملي امنیت شورا دفتر ویلي چې محب به له روسي لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو او نورو مسایلو په اړه  خبرې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام